برښنا شرکت یوې چینایي کمپنۍ سره د میټرونو د پیر قرارداد لاسلیک کړی

برښنا شرکت یوې چینایي کمپنۍ سره د میټرونو د پیر قرارداد لاسلیک کړی افغانستان
چینایي شرکت سره د میټرونو د پېر تړون لاسلیک مراسم

د افغانستان برېښنا شرکت له چینایي شینزین کلو کمپنۍ سره د ۲.۷ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د یو او درې فاز برېښنا میټرونو د پېرلو قرارداد لاسلیک کړی دی.

یاد شرکت زیاتوي، چې د دغه قرارداد پر بنسټ به چینايي شرکت څه باندې ۱۵۰ زره معیاري یو او درې فازه برېښنا میټرونه تولید او برېښنا شرکت ته په واک کې ورکړي.

ویل کیږي، چې له دې وړاندې د برېښنا شرکت پیرودونکي د معیاري میټرونو نشتون له امله له ګڼو ستونزو سره مخ و، چې د دغو میټرونو له اخیستلو او نصبولو سره به یې ستونزې هوارې شي.

تړلي موضوعات