ملګري ملتونه افغانستان کې له کوچنیو متشبثینو ملاتړ کوي
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرامونو مشر استفن رودریګیس د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي سره کتنه کې ویلي، چې دغه اداره له کوچنیو، ډیرو کوچنیو او متوسطو تشبثاتو سره هراړخیزه مرسته کوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دې کتنه کې دواړو لورو د صنعتي پارکونو د ودې، د فابریکو پر جوړولو، په کم پرمختللو ولایتونو کې د اړتیا وړ برېښنا تولید، د کارموندنې او یو شمېر نورو مهمو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو دې استازي ویلي، چې دغه اداره چمتو ده د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ له وزارت سره په همغږۍ خپل پلانونه عملي کړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې اسلامي امارت له دې وړاندې هم په کور دننه او بهر د متشبثینو د ملاتړ او د هغوی محصولاتو ته د بازار موندنې په موخه بېلابېل نندارتونونه په لاره اچولي دي.