ا.ا د داعش او مخدره توکو پر وړاندې مبارزه کې بریالی شوی
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي کابل ته د اندونیزیا جمهوریت د سرې میاشتې او د جوماتونو شورا رئیس او د دې هېواد د ولسمشر له پخواني مرستیال محمد یوسف کالا او مل پلاوي سره کتنه کې ویلي، اسلامي امارت د داعش او مخدره موادو په وړاندې مبارزه کې بریالی شوی او د نړۍ ټولو هېوادونو ته ډاډ ورکوي، چې له افغانستان څخه هېڅ هېواد ته ګواښ نه شته.
ښاغلي متقي زیاته کړې، چې افغانستان لېواله دی د سویل ختیځې اسیا هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي او افغانستان د خپل ستراتيژيک موقعیت ته په پام د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ پانګونې او ټرانزیټ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.
دې کتنه کې اندونیزیایي پلاوي ویلي، هېواد یې غواړي، چې د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ په بېلابېلو برخو کې اړیکې پراخې کړي.
محمد یوسف کالا له افغانستان سره د روغتیا او افغان زده کړیالانو ته د بورسونو د ورکړې په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې.
دې کتنه کې دواړو لوریو په سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او د ولسونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.