بادغیس کې د ۴ چک ډېمونو جوړیدو چارې پیل شوې

بادغیس کې د ۴ چک ډېمونو جوړیدو چارې پیل شوې بیارغونه او پراختیا
بادغیس کې ځايي مسؤلین د چک ډېمونوچارو پرانېستې پر مهال

د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت په بادغیس ولایت کې د څلورو چک ډېمونو د چارو پیل کېدو خبر ورکړی.

یاد وزارت وايي، په پام کې لري، چې د بادغیس ولایت په ۹ ولسوالیو کې د ۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت ۹ واړه بندونه جوړ شي، چې د څلورو یې په عملي ډول د جوړېدو چارې پیل شوې دي.

په ورته مهال یاد وزارت همدارنګه زیاته کړې، چې د یادو پروژو په پرانېستې سره به سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي او تر څنګ به یې باراني اوبه کنټرول او تر ځمکې لاندې اوبو ذخیرې به پیاوړې شي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت مشرتابه د حکم پر اساس په ټول هېواد کې د سلګونو چک ډېمونو جوړېدو چارې روانې دي، چې ژر به یې چارې بشپړې شي او لکونه جریبه ځمکه به خړوبه کړي.

تړلي موضوعات