ا.ا د دوحې د درېيمې ناستې څرنګوالى څېړي
د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي دغه څرګندونې د افغانســــــــتان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نيکلاسن سره په کتنه کې کړې دي.
مولوي اميرخان دې کتنه کې ويلي، چې د دوحې درېيمې ناستې په اړه به تر څېړنو وروسته خپل دریځ اعلان کړي.
ښاغلي متقي دې ناسته کې د اسلامي امارت په معناداره ګډون ټينګار کړى، چې پايله يې د افغان ولس او د هېواد د سوکالۍ سبب شي.
نوموړي همداراز زياته کړې، چې له نړۍ سره د اسلامي امارت پاليسي د متوازن او مثبت تعامل پر بنسټ ولاړه ده.
دې ناسته کې نيکلاسن دوحې ناسته کې د اسلامي امارت استازو د ګډون پر اهميت ټينګار کړى، چې په ترڅ کې به يې په مهمو مسایلو خبرې اترې وشي.
دغه کتنه داسې مهال کېږي، چې د بهرنيو چارو وزير څو ورځې وړاندې هم په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالي روزمري ډيکارلو سره د دوحې راتلونکې ناستې په اړه خبرې وکړې.
ټاکل شوې د افغانستان په اړه د دوحې درېمه ناسته به د روانې جون میاشتې په دریمه ترسره شي، چې د نړېوال بانک، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او يو شمېر نورو هېوادونو استازي به په کې ګډون وکړي.