غزه کې د بشري ناورین دوام، ۲۴ ساعتونو کې ۴۴۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د غزې روغتیا وزارت وايي، له تېرو ۲۴ ساعتونو د اسراییلي رژیم بریدونو کې ۹۵ کسان شهیدان او ۳۵۰ نور ټپیان شوي دي.
د نړېوالو غوښتنو او فشارونو بې پروا اسراییلي رژیم پر غزې او رفح ښار بریدونو ته دوام ورکړی دی.
د تېر ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې راهېسې پر غزې د اسراییلي رژیم د بریدونو پایله کې تر دې دمه د څه د پاسه ۱۵ زره ماشومانو په ګډون ۳۶ زره ۳۷۹ فلسطینیان شهیدان او ۸۲زره ۴۰۷ تنه نور ټپیان شوي دي.