حوثي ځواکونو یمن کې د امریکا یوه بله بې پېلوټه الوتکه راوغورځوله

حوثي ځواکونو یمن کې د امریکا یوه بله بې پېلوټه الوتکه راوغورځوله نړۍ
امریکایي بې پیلوټه الوتکه

د اې پي ایف خبري اژانس د حوثي ځواکونو هغه تصویر راخیستی چې له نسکورې شوې بې پېلوټه الوتکې سره یې اخیستی دی.

د ایم کیو ۹ په نوم د امریکا دغه بې پېلوټه الوتکه تېره ورځ چهارشنبه د یمن مرکزي مارب ولایت په یوه صحرايي سیمه کې وېشتل شوې ده.

دا په روانه میاشت کې د حوثي ځواکونو له لوري دریمه بې پېلوټه الوتکه ده چې په نښه کېږي.

له بل لوري حوثي ځواکونو د سره سمندر په شاوخوا کې اسراییلو ته پر اوښتونکو بېړیو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

حوثي ځواکونو ګواښ کړی، تر څو چې اسراییلو پر غزې او رفح ښار بریدونه نه وي بس کړي، دوی به اسراییلو ته پر اوښتوونکو بېړیو بریدونو ته دوام ورکړي.

تړلي موضوعات