د سعودي عربستان باچا د غزې زرو جګړه ځپلو لپاره د حج ادا کولو اسانتیاوې برابر وي

د سعودي عربستان باچا د غزې زرو جګړه ځپلو لپاره د حج ادا کولو اسانتیاوې برابر وي نړۍ
د سعودي باچا سلمان بن عبدالعزیز

د سعودي عربستان دولتي ورځپاڼې اخبارالسعودیه لیکلي، سلمان بن عبدالعزیز غزه کې د شهیدانو، بندیانو او ټپیانو د کورنیو زرو غړو ته د حج فریضې ادا کولو بلنه ورکړې ده.

سعودي عربستان چې د اسلامي نړۍ د رهبرۍ حساب پرې کېږي، د اسراییلي بریدونو په وړاندې یې محتاطانه دریځ د ډېری مسلمانانو له لوري له نېوکو سره مخ شوی.

په ټوله کې له سعودي عربستان د اسلامي هېوادونو تمه داده چې د اسراییلو سیاسي او پوځي ملاتړي امریکا سره دې پر ستراتېژېکې ملګرتیا له سره کتنه وکړي.

تړلي موضوعات