له خونړي هوايي برید وروسته، د اسراییلو توپچي ځواک د بې ځایه شویو کډوالو کمپ په نښه کړ
اسراييلي ټانګونو د رفح ښار لوېدیځ کې د بې ځایه شویو فلسطینیانو پر کمپونو برید وکړ، د ښځو او ماشومانو په ګډون یې کم تر کمه ۲۱ کسان شهیدان کړل.
دا د بې ځایه شویو کډوالو پر کمپونو له هوايي برید وروسته د اسراییلي رژیم بل ځمکنی برید دی چې پر بې دفاع ښځو او ماشومانو کېږي.
د اسراییلو دغه ځمکني برید ته په غبرګون د ملګرو ملتونو امنیت شورا بیا بېړنۍ غونډه رابللې ده.
وړاندې تر دې د ملګرو ملتونو انساني حقونو استازې، پر اسراییلو د بندیزونو غوښتنه کړې وه.
د اسراییلي رژیم د روانو جنګي جنایتونو پر ضد ورځ تربلې نړېواله کرکه او غبرګونونه په زیاتېدو دي.
تازه دریو اروپايي هېوادونو، هسپانیې، اېرلنډ او ناروې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژندلو.