ملګري ملتونه په رفح ښار د اسراییلو د برید په تړاو بېړنۍ غونډه کوي
اي پي ایف د ډېپلوماټانو په حواله خبر ورکړی، چې د بندو دروازو تر شاه ددې غونډې جوړیدو غوښتنه الجزایر کړې ده.
بلخوا د امنیت شورا یوې دیپلوماتیکې سرچینې د روسیې له ITAR-TASS خبري اژانس سره په خبرو کې ددغې ناستې د جوړیدو پخلی کړی دی.
پررفح ښار د اسراییلو هوايي برید ته تېره ورځ په ملګرو ملتونو کې د انسانی حقونو ځانګړې استازې فرانسسکا الباني هم توند غبرګون وښود او پر اسراییلو یې د بندیزونو لګولو غوښتنه وکړه.
الباني پر ایکس پاڼه لیکلي و، د بهرني فشار پرته غزه کې روانه نسل وژنه پای نه شي موندلی.