مسکو د ممنوعه سازمانو له لسیت څخه د ا.ا د ایستلو تصمیم نیولی

مسکو د ممنوعه سازمانو له لسیت څخه د ا.ا د ایستلو تصمیم نیولی سیاست
د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د دې هېواد له ټاس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، حکومت یې په دې هېواد کې د ممنوعه سازمانونو له لیست څخه د اسلامي امارت د ویستلو تصمیم نیولی دی.

نوموړي زیاته کړې، د روسیې محکمې د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین ته په خپل یو راپور کې په ډاګه کړې، چې کولای شي د هغو سازمانونو له لیست څخه د اسلامي امارت نوم وباسي، چې په روسیه کې یې فعالیت منع دی.

کابلوف دا هم ویلي، چې اسلامي امارت په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له رسیدو وروسته تر دې مهاله د رسمیت پیژندنې لپاره اوږده لاره طی کړې ده.

په ورته مهال دغه جګپوړي روسي ديپلومات زیاته کړې، چې د منع شويو سازمانونو له ليست څخه د اسلامي امارت د ويستلو کار بايد د اسلامي امارت له پیژندنې وړاندې تر سره شي.

تړلي موضوعات