ناروې د فلسطین د رسمیت پیژندنې په اړه بل ګام پورته کړی

ناروې د فلسطین د رسمیت پیژندنې په اړه بل ګام پورته کړی نړۍ
د ناورې بهرنیو چارو وزیر د فلسطین لومړي وزیر ته د فلسطیني دولت د رسمیت پېژندنې ډپیلوماټیک سند د ورکړي په حال کې

د ټي ار ټي د خبر له مخې د ناروې د بهرنیو چارو وزیر ایسپین بارت اید د فلسطیني دولت د رسمیت پېژندلو په اړه ډیپلوماتیک اسناد د فلسطین لومړي وزیر محمد مصطفی ته سپارلي او نوموړي دا رسمیت پېژندنه د دوی لپاره خورا با ارزښته بللې ده.

د ناروې، ایرلېنډ او هسپانیا له لوري د فلسطین د رسمیت پېژندنې اعلان له ګوتو په شمار ورځو تېرېدو وروسته د ناروې د بهرنیو چارو وزیر د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د فلسطین لومړي وزیر محمد مصطفی ته د فلسطیني دولت د رسمیت پېژندلو په اړه ډیپلوماتیک سندونه تسلیم کړي.

بلخوا حماس جهادي غورځنګ هم د دې رسمیت پېژندلو هرکلی کړی و.

دا په داسې حال کې ده، چې هسپانیا، ناروې او ایرلېنډ له دې وړاندې ویلي وو، چې دوی به د روانې مۍ میاشتې په ۲۸ نېټه د ۱۹۶۷ م کال سرحدونو په لرلو سره یو خپلواک فلسطیني دولت په رسمیت وپېژني.

تړلي موضوعات