ملګري ملتونه؛ د بهرني فشار پرته غزه کې روانه نسل وژنه پای نه شي موندلی

ملګري ملتونه؛ د بهرني فشار پرته غزه کې روانه نسل وژنه پای نه شي موندلی سیاست
د ملګرو ملتونو سازمان ودانۍ

دا پر ایکس پاڼه د ملګرو ملتونو انسانی حقونو ځانګړې استازې فرانسسکا الباني غبرګون دی، چې پررفح ښار یې د اسراییلو هوايي برید ته ښودلی دی.

الباني پر اسراییلي رژیم د بندیزونو لګولو غوښتنه هم کړې ده.

د هغې په لېکنه، د اسراییلي رژیم دا ظلم د نړېوالو قوانینو او نظام څخه ښکاره سرغړونه د منلو وړ نه ده.

هغې ویلي، د اسراییلي رژیم سوداګري او د پانګونې تړونونه باید وځنډول شي.

اسراییلي ځواکونو رفح ښار کې د بې ځایه شویو کډوالو پر خیمو دوه زره ټنه وزني بمونه غورځولي چې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله یې ښځو او ماشومانو ته اړولې ده.

د حماس یو لوړ پوړي چارواکي سامی ابوزهري د رفح ښار عام وژنې مسولیت پر امریکا واچوه چې په خبره یې اسراییلي رژیم ته پوځي وسایل او پیسې ورکوي.

تړلي موضوعات