پر رفح ښار د وحشت نوې څپه؛ تازه بریدونو کې ۱۹۰ فلسطینیان شهیدان او لسګونه ټپیان دي

پر رفح ښار د وحشت نوې څپه؛ تازه بریدونو کې ۱۹۰ فلسطینیان شهیدان او لسګونه ټپیان دي نړۍ
پر رفح ښار د اسرائیلو بریدونو انځور

د فلسطین رسنیو مرکز د خبر له مخې دا بریدونه له تېرو ۲۴ ساعتونو د غزې پر رفح ښار شوي دي.

بریدونو کې د بیځایه شویو ۱۰ کمپونه په نښه شوي چې له ۱۹۰ زیات فلسطینیان په کې شهیدان او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

بریدونو کې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله ښځو او ماشومانو ته اوښتې ده.

د اسراییلو روان وحشت ته په نړېواله کچه غبرګونونه په پراخېدو دي خو دا یواځې امریکا ده چې تر اوسه یې په سیاسي او نظامي برخو کې له اسراییلو خپل ملاتړ ته دوام ورکړی دی.

تېره ورځ د اسرائیلو مخکني لومړي وزیر المرت د غزې جګړه له لاسه وتلې وګڼله او له بنیامین نتنیاهو یې وغوښتل چې د بې دفاع خلکو له وژلو دې لاس واخلي او د برمته شویو اسراییلو خوشي کېدو ته دې لار اواره کړي.

د معلوماتو له مخې، پر غزه د صهیونیستي رژيم د عملیاتو له پيله تر اوسه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۶ زره فلسطینیان شهیدان شوي او تر ۸۴ زرو زیات ټپيان شوي دي.

تړلي موضوعات