افغان او روسي چارواکو د افغاني صادراتو د ځانګړې پالیسي په جوړولو هوکړه کړې
د صنعت او سوداکرۍ وزیر نورالدین عزیزي د کازان ناستې څنډه کې د روسیې فدراسیون د صنعت او سوداګرۍ وزارت لومړي مرستیال واسیلي سرګیویچ اوزماکوف سره په کتنه کې د افغانستان پر صادراتي توکو خبرې کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، دې کتنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د افغاني صادارتو لپاره د ځانګړې پالیسي پر جوړولو هوکړه شوې.
همداراز په دې کتنه کې د لږ پرمختګ لرونکو هېوادونو د پروګرام (LDC) له مخې د افغاني تولیداتو لپاره د ترجیحي تعرفو په ورکولو او د افغانستان د صادراتي توکو په اړه د صنعت او سوداګرۍ وزارت له خوا د ګمرکونو د یوې ځانګړې پالیسي د جوړولو په اړه هوکړه شوې ده.