د سوالګرۍ د مخنیوي او سوالګرو د راټولولو قانون توشیح شو

د سوالګرۍ د مخنیوي او سوالګرو د راټولولو قانون توشیح شو افغانستان
له سوالګرۍ څخه د مخنیوي کمېسیون رامنځته شوی دی

د سوالګرۍ د مخنیوي او سوالګرو راټولولو قانون په درېیو فصلونو او ۲۷ مادو کې ترتیب او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري توشیح شوی دی.

د دې قانون پر بنسټ ټول هغه وګړي چې روغ رمټ او یا کاسب اوسي او د یوې ورځې ډوډۍ ولري له سوال کولو منع شوي او هیڅوک نه شي کولای له ماشومانو، معلولینو او معیوبینو څخه د سوال کولو په موخه استفاد وکړي.

عدلیې وزارت ویلي، د دې قانون له مخې د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت په مشرۍ او د ۱۵ نورو ادارو د معینیتونو او ریاستونو په غړیتوب له سوالګرۍ څخه د مخنیوي کمېسیون رامنځته شوی دی.

دا کمېسیون د سوالګرو په راټولولو، د بېوزلو سوالګرو تثبیتولو، د سوالګرۍ عوامل ارزولو، د کورنیو او بهرنیو مؤسساتو، خیریه ادارو او اشخاصو د مرستو راجلبولو، د بېوزلو سوالګرو د استوګنې ځایونو څخه څارنه او په نورو تدابیرو مکلف دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېر کې د هېواد په لویو ښارونو کې سوالګر په بې سارې ډول زیات شوي وو، چې د اسلامي امارت له لوري ډېری راټول او دا مهال مستحقو سوالګرو ته په میاشتني ډول ثابت معاش ورکول کېږي.

تړلي موضوعات