د لرغونو اثارو قاچاق جرم او عاملین یې مجرمین دي

د لرغونو اثارو قاچاق جرم او عاملین یې مجرمین دي افغانستان
د شاوخوا۱۵۰۰ لرغونو اثارو د قاچاق مخه نېولې ده

د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو فرهنګ سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه نن شنبه د ثور په ۲۹ د موزیم نړېوالې ورځې په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته وویل، هغوی چې بهرنیو هېوادونوته د افغانستان لرغوني اثار قاچاق کوي، مجرمین دي.

خیرخواه وویل، تېرو دوه کلونو کې یې شاوخوا۱۵۰۰ لرغونو اثارو د قاچاق مخه نېولې ده.

خیرخواه دومره ویلي، د افغانستان ډېری لرغوني اثار بهرنیو هېوادونو ته لېږدول شوي چې باید بېرته راوګرځول شوي خو دا چې کومو هېوادونو ته لېږدول شوي هغه یې په اړه ډېر جزیات ور نه کړل.

د افغانستان لرغوني اثار د ګاونډيو هېوادونو سربیره د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو ته قاچاق شوی چې ځېنې یې د ملګرو ملتونو د فرهنګي میراثونو د ساتنې ادارې له لوري هم په نښه شوي دي.

تړلي موضوعات