تاتارستان سره په دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو خبرې وشوې
د صنعت او سوداګرۍ وزیر تاتارستان سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا په موخه د دې هېواد ولسمشر سره وکتل.
د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د روسیې او اسلامي نړۍ ۱۵م نړېوال اقتصادي فورم څنډه کې د تاتارستان ولسمشر رستم میني خانوف او د صنعت او سوداګرۍ خونې وزیر اولیګ کوروبچینکو سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزې سوداګرۍ، افغانستان کې د روسیې سوداګرۍ خونې جوړولو، کابل ته د تاتارستان ولسمشر سفر او نورو مهمو موضوعاتو خبرې اترې وشوې.
د یادولو ده، چې د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزیر د روسیې او اسلامي نړۍ ۱۵م نړیوال اقتصادي فورم کې د پانګونې د جذب په موخه تاتارستان ته په سفر تللی دی.