مجاهد: اسلامي امارت د کونړ بند جوړولو لپاره کلک هوډ لري

مجاهد: اسلامي امارت د کونړ بند جوړولو لپاره کلک هوډ لري بیارغونه او پراختیا
کونړ سیند یوه څنډه

د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وایي، چې د کونړ سیند اوبه د افغانانو دي او د اقتصادي حالت ښه کېدو او بودیجې پیدا کېدو په صورت کې به د دې مهم بند جوړولو چارې پیل شي.

ذبیح الله مجاهد په خپله تازه مرکه کې زیاته کړې، اسلامي امارت د کونړ بند جوړولو لپاره کلک هوډ لري او د کونړ بند جوړولو چارې د چا لپاره نه دي ولاړې.

نوموړي همداراز ویلي، د کونړ سیند د افغانانو ملکیت دی او د بند خبره له پاکستان سره هیڅ تړاو نه لري بلکې داد افغانان خپل ملکیت او اوبه دي.
ذبیح الله مجاهد په دې مرکه کې په داسې مهال د کونړ بند جوړولو خبره کوي، چې د اوبو او انرژۍ ورازت هم په نږدې راتلونکې کې پر کونړ سیند د اوبو یو سربند د جوړولو خبر ورکړی دی.

د اوبو او انرژي وزارت ویاند مطیع الله عابد په دې اړه ویلي، چې دغه سربند به د ۴۵میګاواټه برېښنا د تولید ترڅنګ د ۳۴زره هکتاره ځمکې د خړوبولو ظرفیت هم ولري.

له دې سره هم مهاله افغانانو هم د اسلامي امارت له لوري د کونړ 
 بند د اوبو مهارولو هرکلی کړی او په دې برخه کې یي د مرسته ډاډ هم ورکړی دی.

تړلي موضوعات