د غور په ۱۲ ولسوالیو کې د چک ډېمونو په جوړولو کار پیل شو

د غور په ۱۲ ولسوالیو کې د چک ډېمونو په جوړولو کار پیل شو بیارغونه او پراختیا
د پروژو په بشپړولو کې دې کیفیت او ټاکلي وخت ته پام وکړي

د غور  سیندېزې فرعي حوزې مشر ملا رحمت الله اماني وايي، د ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت دا ۱۲ چک ډېمونه د غور په ۱۲ ولسوالیو کې جوړېږي.

ملا رحمت الله اماني له قراردادي شرکتونو وغوښتل چې د پروژو په بشپړولو کې دې کیفیت او ټاکلي وخت ته پام وکړي.

د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته د هېواد په بېلا بېلو ولسوالیو کې د چک ډېمونو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه شوې.

د چک ډېمونو په جوړیدوکه له یوې خوا د باراني اوبو له ضایع کېدو مخنیوي کېږی له بل لوري د ځمکې لاندې اوبو سطحه ور سره لوړيږي او د سیلابونو اوبه هم ور سره مهار کیږي.

د چاپيریال ساتنې او اوبو متخصصین په دې باور دي چې د افغانستان په څېر غرني ولایت کې ځای پر ځای د چک ډېمونو جوړولو سره  به د افغانستان طبیعي ښکلا نوره  هم زیاته او د اوبو په ذخېره کېدو به کرنیزه ساحه نوره هم پراخه شي.

تړلي موضوعات