غور ته د هېوادوالو د ژغورنې لپاره تللې چورله سقوط شوې
دفاع وزارت په یو خبر کې وضاحت ورکړی، چې یو بال روسي MI17 چورلکه یې هریرود سیند ته د لوېدلو هیوادوالو د ژغورنې له عملیاتو وروسته د تخنیکي ستونزې له امله د کښېناستو پر مهال له دیوال سره له لګیدو وروسته سقوط کړی دی.
د دفاع وزارت د خبر له مخې دغه پېښه، چې د غور ولایت په مرکز پیروز کوه کې شوې پکې یو تن هیودوال شهید شوی او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
د یادونې ده، چې د ملي دفاع وزارت د هوایي ځواک تخنیکي انجینرانو له دې وړاندې څو باله امریکایي بلاک هاک او روسي MI17 چورلکې بیا ترمیم او په بریالۍ توګه یې پروازونه ورکړي وو.