غور کې د نشه یي توکو ۲۰ کارخونې له مینځه وړل شوې
کورنیو چارو وزارت تازه خبر ورکړی، چې په غور ولایت کې د نشه یي توکو ۲۰ کارخوني کشف او له ټولو وسایلو سره سوځول شوې دي.
دغه عملیات د یاد ولایت له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو له لوري شوي، چې ترڅنګ یې ۲۵ جریبه د کوکنارو کروندې هم ویجاړې شوې دي.
په هېواد کې د نشه یې توکو د کښت، قاچاق او پلور ممنوعیت په تړاو د اسلامي امارت مشرتابه تر فرمان وروسته د دغو توکو پر وړاندې له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو اقدامات ګړندي کړي، چې په ترڅ کې یې د نشه یې توکو کښټ، پلور او قاچاق کچه نږدې صفر ته رسېدلې ده.
د یادونې ده،ې چې د نشه یي توکو د کرکېلې، قاچاق او سوداګرۍ د مخنیوي په تړاو د اسلامي امارت پالیسي په وار وار په سیمه ییزه او نړېواله کچه ستایل شوې ده.