تېر کال د ۱۰.۳ میلیارد ډالرو په ارزښت صادرات او واردات شوي
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د تازه ارقامو په خپرولو سره ویلي، چې په تېره ۱۴۰۲ کال کې د صادراتو او وارداتو کچه ۱۰.۳ میلیارد ډالرو ته رسېدله.
یادې ادارې ویلي، په تېر کال کې یو میلیارد ۷۷۷میلیونه او ۹۰۰زره ډالرو په ارزښت صادرات او د او ۸ میلیارده ۵۷۶ میلیونه او ۳۰۰زره ډالرو په ارزښت واردات شوي دي.
د معلوماتو له مخې په صادراتو کې وچه او تازه مېوې، طبي بوټي، معدني توکي او سبزیجات او په وارداتو کې بیا نفتي توکي او روغنیات شامل دي.
د یادونې ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي اداره هر کال د هېواد د صادراتي او وارداتي توکو ارقام او معلومات له اړوندو بنسټونو څخه راټول، توحید او تحلیلوي او کره احصاییوي ارقام یې د ملي او نړیوالو بنسټونو او څېړونکو په واک کې ورکوي.