بغلان کې سېلاب ځپلو ته روغتیايي کمپ جوړ شوی

بغلان کې سېلاب ځپلو ته روغتیايي کمپ جوړ شوی روغتیا
موخه برکې ولسوالۍ ته سفر کړی

عامې روغتیا وزارت خبر ورکوي، چې د بغلان ولایت د وروستيو سېلاب ځپلو ټپیانو د درملې په موخه یې د دې ولایت برکه ولسوالۍ کې یو روغتیایي کمپ جوړ کړی دی.

د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد دې کمپ کې د وړاندې کېدونکو خدماتو د ارزونې او کتنې په موخه برکې ولسوالۍ ته سفر کړی.

د یادونې ده، چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني بردار په ګډون یو شمیر نور مسؤولین لا هم د بغلان سېلاب ځپلو ته د غوره رسیدنې په موخه یاد ولایت کې دي.

تړلي موضوعات