د دې وخت رارسېدلی چې اسلامي امت د اسرائیلو وحشتونو پر وړاندې ودریږي

د دې وخت رارسېدلی چې اسلامي امت د اسرائیلو وحشتونو پر وړاندې ودریږي افغانستان
اسلامي امارت غزه کې له روان حالت څخه متاثره او خواشینی دی

د هېواد د حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دوکتور نور محمدثاقب ترکیه کې د اسلامي نړۍ د علماوو غونډې ته وینا کې په فلسطین کې د اسرائیلو وحشتونو ته په اشارې ویلي، اوس د دې وخت رارسېدلی، چې اسلامي امت د اسرئیلو د وحشونو پر وړاندې ودریږي.

نور محمد ثاقب خپلو خبرو کې د یاد کنفرانس د دایرولو له کبله له ترکیې مننه کړې او زیاته کړې يې ده، اسلامي امارت غزه کې له روان حالت څخه متاثره او خواشینی دی.

نوموړي همداراز ویلي، اسلامي امارت له ختیځ تر لویدیځ او له شمال تر سویل په ټول افغانستان کې بشپړ امنیت ټینګ کړی او د پراختیایي او بنسټيزو پروژو په پلي کولو سره هڅه کوي افغانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

ښاغلي ثاقب زیاته کړې، اسلامي امارت له ټولو په ځانګړي ډول له اسلامي هېوادونو سره د ښو او په متقابل درناوي ولاړو اړیکو غوښتونکی دی.

د یادولو ده، چې د ارشاد حج او اوقافو وزیر د ترکیې د دیني چارو ادارې رئیس دوکتور علي ارباش په رسمي بلنه د اسلامي نړۍ د علماوو مشتورتي غونډه کې د ګډون لپاره ترکیې ته په سفر تللی دی.

تړلي موضوعات