دولتي شرکتونه به د اقتصادي ثبات لپاره په بشپړ ډول چمتو کړي

دولتي شرکتونه به د اقتصادي ثبات لپاره په بشپړ ډول چمتو کړي افغانستان
د هېواد اقتصاد مخ پر ودې روان شي او هېواد به د ځان بسیاینې په لوري حرکت وکړي

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر اخوند ویلي، د هېواد د اقتصادي ودې لپاره یې داسې کار کړی، چې نړۍ هم پرې اعتراف کوي.

ښاغلي عبدالغني برادر په یو ویډیویي کلیپ کې ویلي، د افغانستان اقتصاد مخ پر وړاندې روان دی او د هېواد د اقتصادي ثبات لپاره یې ټول هغه شرکتونه فعال کړي، چې له منځه تللو سره مخ وه.

نوموړي زیاته کړې، د دولتي شرکتونو په بیا راټولېدو او فعالیدو سره یې له یوې خوا دغه شرکتونه له منځه تلو ژغورلي او له بلې خوا یې د هېواد په اقتصادي وده کې څو ګامونه اوچت کړي.

اقتصادي مرستیال ډاډ ورکړی، چې دولتي شرکتونه به نور هم پیاوړي کړي، تر څو د اقتصادي پرمختګ او ثبات لپاره په پوره ډول چمتو شي.

ښاغلي برادر اخوند همداراز ویلي، د دولتي شرکتو په بیا فعالیدو سره به د هېواد اقتصاد مخ پر ودې روان شي او هېواد به د ځان بسیاینې په لوري حرکت وکړي.

تړلي موضوعات