ا.ا په ټوله معنی د صنعت او کورنیو تولیداتو ملاتړی دی

ا.ا په ټوله معنی د صنعت او کورنیو تولیداتو ملاتړی دی سوداګرۍ او اقتصاد
د صنعت د ودې لپاره دې کیفیت او کميت ته پاملرنه زیاته کړي

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د صنعت اونۍ ملي او نړېوال نندارتون د پرانیستې مراسمو کې وویل، افغانستان کولای شي په سیمه کې په مهم صنعتي مرکز بدل شي، چې د صنعتي تولیداتو لپاره مهم او غني عوامل موجود دي.

ښاغلي حنفي ویلي، د صنعت وده د هېواد د اقتصادي سکټور د پیاوړتیا لامل کيږي او اسلامي امارت په ټوله معنی د صنعت او کورنیو تولیداتو ملاتړی دی.

نوموړي له صنعت کارانو غوښتي، چې د صنعت د ودې لپاره دې کیفیت او کميت ته پاملرنه زیاته کړي.

بلخوا د هېواد د صنعت او سوداګرۍ خونۍ مرستیال محمد یونس مومند په دغو مراسمو کې وویل، دا مهال د هېواد ۸۰ سلنه اړتیاوي په کور دننه پوره کېږي او پاتې ۲۰ سلنه په بهرنیو توکو تکیه شوې ده.

ښاغلي مومند زیاته کړې، اوس مهال په هېواد کې صنعت مخ پر ودې روان دی او په دې برخه کې لا زیات کار کولو ته اړتیا ده.

نوموړي د اسلامي امارت له مسئولینو وغوښتل، چې له بهره راتلونکو تولیدي فابریکو ته دې د ځمکو په ورکولو کې ور سره پوره همکاري  وکړي.

تړلي موضوعات