خوست کې اته نوي چک ډېمونه جوړ شول

خوست کې اته نوي چک ډېمونه جوړ شول بیارغونه او پراختیا
له ډلې یې د اتو هغو کارونه بشپړ شول

د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې خوست ولایت کې څه باندې ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د اتو چک ډېمونو پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي.

د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور د یادو پروژو د ګټې اخیستنې پر مهال ویلي، په خوست کې ټولټال ۱۳ پروژې په پام کې نیول شوې، چې له ډلې یې د اتو هغو کارونه بشپړ شول.

نوموړي زیاته کړې، د یادو پروژو له ډلې د دوو پروژو عملي چارې روانې دي او درې نورې ډیزاین شوې او تړون ته چمتو دي.

د یادونې ده، دغه پروژې د سېلابونو د خطر کمولو، د اوبیزو سرچینو د پیاوړتیا او د باران د اوبو زېرمه کولو په موخه پلې شوې، چې د څه باندې ۵۳ زره متر مکعب اوبو د زېرمې ترڅنګ نږدې ۱۰ زره کسانو ته د کار زمینه په کې برابره شوې.

تړلي موضوعات