د کابل – جلااباد دویم لین سړک به ټرافیکي پېښي راکمې کړي

د کابل – جلااباد دویم لین سړک به ټرافیکي پېښي راکمې کړي بیارغونه او پراختیا
د امیرالمؤمنین له منظورۍ وروسته به یې عملي چارې پیل شي

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، چې دبهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، د ټولګټو وزیر ملا محمدعیسی ثاني او یو شمېر نورو چارواکو یې هم ملتیا کوله د کابل- جلال اباد له دویم لین سړک څخه لیدنه وکړه.

ملا عبدالغني برادر د کابل – جلال اباد دویم لین سړک د هېواد له مهمو سوداګریزو لارو څخه یاد کړ، چې په ورځني ډول په سلګونو بار وړونکي او مسافر وړونکي موټر پرې تګ راتګ کوي.

ښاغلي برادر زیاته کړې، چې د کابل – جلال اباد د دویم لین سړک جوړېدل به  ټرافیکي پېښې هم راکمې کړي.

نوموړي ویلي، د کابل – جلال  لویې لارې د دویم لین سړک د پروژې د عملي چارو پیل یي له  لومړیتوبونو څخه دی، چې د امیرالمؤمنین له منظورۍ وروسته به یې عملي چارې پیل شي.

د یادونې ده، چې د کابل – جلال اباد پر لومړي لین د زیاتې ګڼې ګوڼې او ځیني وختونه د غر ښوېدنې له کبله ټرافیکې پيښې رامنځته کېږي.

تړلي موضوعات