کابل او ولایتونو کې د تلاسیمیا ناروغانو لپاره مجهز لابراتوارونه جوړوو

کابل او ولایتونو کې د تلاسیمیا ناروغانو لپاره مجهز  لابراتوارونه جوړوو روغتیا
څو د ناروغانو ستونزو ته لازمه رسېدنه وشي

د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد د تلاسیمیا نړېوالې ورځې په مناسبت ویلي، د خپلو شریکانو پرمټ کابل او ولایتونو کې د ویني کموالی (تلاسیمیا) په ناروغۍ اخته ناروغانو لپاره مجهز لابراتوارونه جوړوي.

ډاکټر قلندر عباد ویلي، د یاد وزارت رهبري هڅه کوي، چې د دوامداره وینې کمونکو ناروغانو د تشخیص لپاره له روغتیایي شریکانو سره په ګډه مجهز لابراتوارونه او د معیاري درملنې په موخه په کابل او د هېواد په زونونو او ولایتونو کې روغتیايي مرکزونه جوړ کړي.

نوموړی زیاته کړې، په کور دننه باکیفیته درملو او معیاري درملنې ته د هېوادوالو لاسرسي او اسانتیاوو برابرولو برخه کې یې هڅې ګړندۍ کړې، څو د ناروغانو ستونزو ته لازمه رسېدنه وشي.

یاده دې وي، چې ‏د مې  ۸مه د تلاسیمیا ناروغۍ نړېواله ورځ ده، چې په بېلا بېلو هېوادونو کې د خلکو د عامه پوهاوي په موخه نمانځل کېږي.

تړلي موضوعات