هېواد کې خلکو ته د کاري زمینې برابرېدو هڅې؛ په تړاو یې کندهار کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت غونډه دوام لري
د اسلامي امارت ویاند مولوی ذبیحالله مجاهد وایي، چې خلکو ته د کاري زمینې برابرولو په پار کندهار کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت لخوا غونډه دوام لري.
مولوي ذبیح الله مجاهد تازه پر اېکس پاڼه کاږلي، چې دې غونډه کې د اسلامي امارت له لوري خلکو ته د کاري زمینې برابرولو پر څرنګوالي، د بېکارۍ عواملو او حل لارو یې بحث کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې یاد وزارت نن د کارګر نړیوالې ورځې په مناسبت کابل او کندهار کې غونډې جوړې کړې، چې په کې هېوادوالو ته د کاري زمینې پر برابرولو بحث او د نظرونو تبادله کېږي.