د غالیو صادراتو کې د زیاتوالي لپاره باید نړیوال معیارونه په پام کې ونیول شي

د غالیو صادراتو کې د زیاتوالي لپاره باید نړیوال معیارونه په پام کې ونیول شي سوداګرۍ او اقتصاد
د غالیو درې ورځنی نندارتون تېره ورځ پای ته ورسېد

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په کندهار کې د غالیو نندارتون په وروستۍ ورځ د غالیو له تولیدوونکو غوښتي، چې د خپلو صادراتو د زیاتوالي لپاره باید د نړیوالو بازارونو معیارونه په پام کې ونیسي.

ورته مهال په کندهار کې « د وطن تولید د وطن ویاړ» په نوم د غالیو درې ورځنی نندارتون تېره ورځ پای ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې مسئولینو ویلي و، چې افغانستان په ۱۴۰۲ کال کې ۳۱ هېوادونو ته د تر ۱۷ میلیونه زیاتو افغانیو په ارزښت غالۍ صادرې کړې دي.

تړلي موضوعات