ترکمنستان او قزاقستان سره د لوجیسټیکي مرکز په جوړولو هوکړې ته رسېدلي
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي، سویلي اسیا ته د روسیې د تېلو لېږدولو په موخه له ترکمنستان او قزاقستان سره د افغانستان په لوېدیځ کې د یوه لوجیسټیکي مرکز په جوړولو هوکړې ته رسېدلي دي.
ښاغلي عزیزي له رویټرز اژانس سره خبرو کې ویلي، چې تخنیکي ټیمونه به په دوو میاشتو کې لیکې هوکړه برابره کړي.
د افغانستان، ترکمنستان او قزاقستان استازي تر درې میاشتو خبرو اترو وروسته د یاد لوجیسټیکي مرکز په جوړلو هوکړې ته رسېدلي، چې ټاکل شوې په هرات ولایت کې به جوړ شي.