تېر کال بهر ته د څه د پاسه ۱۷میلیونه ډالرو په ارزښت غالۍ صادرې شوې

تېر کال بهر ته د څه د پاسه ۱۷میلیونه ډالرو په ارزښت غالۍ صادرې شوې سوداګرۍ او اقتصاد
چې ټاکل شوې درې ورځې به دوام وکړي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسؤولین خبر ورکوي، چې د تېر ۱۴۰۲ کال پر مهال له افغانستانه د نړۍ بېلابېلو هیوادونو ته د ۱۷ میلیونه او ۴۳۸۰ امریکایي ډالرو په ارزښت قالینې صادرې شوې دي.

د یاد وزارت د صنعتي پارکونو عمومي رئيس حافظ عبدالمجید قيام په کندهار کې د «وطن تولید د وطن ویاړ» په نوم د کورنیو تولیداتو د یو جوړ شوي نندارتون پر مهال زیاته کړې، چې تیر کال ۳۱ هیوادونو ته ۹۹۴ زره او ۵۷۵ متره مربع غالۍ د څه د پاسه ۱۷میلیونه ډالرو په ارزښت صادرې شوې دي.

د یادونې ده، چې تیره ورځ په کندهار کې کورنیو تولیداتو ته د بازارموندنې په موخه د «وطن تولید د وطن ویاړ» په نوم نندارتون پرانیستل شوی، چې ټاکل شوې درې ورځې به دوام وکړي.

تړلي موضوعات