د افغان او ایراني پلاوو ترمنځ په ټرانزیټي او سوداګریزو اسانتیاوو خبرې شوې

د افغان او ایراني پلاوو ترمنځ په ټرانزیټي او سوداګریزو اسانتیاوو خبرې شوې سوداګرۍ او اقتصاد
د یاد شویو ستونزو د حل لپاره اړوند مسئولینو ته لازمې سپارښتنې کړې دي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د افغانستان او ایراني لوړ پوړو پلاوو ترمنځ په دویمه ناسته کې، چې د داوړو هېوادونو ترمنځ په ګډه پوله شوې د ټرانزیټي او سوداګریزو اسانتیاوو، چابهار بندر کې د ټرانزیټي محدودیتونو لرې کولو او اوسپنې پټلۍ برخې خبرې شوې دي.

په دې غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سواګرۍ پر وړاندې د ستونزو پر حل ټینګار ترڅنګ د ټرانزيټ په پیاوړتیا، اسانتیاوو رامنځته کولو، د بیو کمولو، په چابهاربندر کې د مشخصې شوې ځمکې بیې وروستي کولو او له دې بندر څخه د ټرانزیټي توکو لپاره د ځانګړي امتیازي مسیر ټاکلو غوښتنه کړې.

بلخوا په دې غونډه کې د بلوچستان سیستان والي سردار محمد کرمي د یاد شویو ستونزو د حل لپاره اړوند مسئولینو ته لازمې سپارښتنې کړې دي.

دې غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا او د چابهار بندر له لارې د ټرانزیټ زیاتوالي په موخه د ولایت په کچه د ګډې تخنیکي کمېټې په جوړېدو او د مرکزي کمېټې له لوري د موضوعاتو د څارلو هوکړه وشوه.

تړلي موضوعات