یو چینایي شرکت د لمریزې برېښنا تولید برخه کې پانګونه کوي
د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې د دې وزارت د انرژۍ معین حمدالله زاهد د «JADI» چینایي شرکت له مسئولینو سره کتلي دي.
په دې کتنه کې د یاد شرکت مسئولینو په افغانستان کې د ۱۰۰۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.
دواړو لوریو د دغې پانګونې لپاره د زمینې چمتو کېدو او عملي چارو د پيلېدو لپاره پر لازیاتو همغږیو او د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو او بشپړ امنیت وروسته کورني او بهرني پانګوال په هېواد کې پانګونې ته لېواله شوي او د اسلامي امارت مسئولین ورته د همکارۍ او لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو ډاډ ورکوي.