د ملي پراختیا په طرحه کار روان دی
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د بزګر مېلې او د کرنیزو محصولاتو د دېرشم نندارتون د پرانېستنې په مراسمو کې وویل، د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د متخصیصینو په مرسته د ملي پراختیا په طرحه کار کړی، چې د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري تر منظورۍ وروسته به په عصري ډول کرنه کیږي.
ملا عبدالغني برادر په دې غونډه کې نندارتونونه د هېواد محصولاتو او کرنیزو تولیداتو ته د بازار موندنې او د سوداګرۍ د ودې لپاره مهم وبلل. په خبره یې، په دې سره پانګوال هڅول کیږي او د هېواد اقتصاد ته ګټه کوي.
ښاغلي برادر زیاته کړه، کرنه او مالداري د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهمه ده، چې د فقر په کمولو، کاري فرصتونو برابرولو، د صنعت برخې ته د خامو موادو برابرولو او د غذایي خوندیتوب تامینولو ترڅنګ د کورني ناخالص تولید درېیمه برخه جوړوي.
نوموړي ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت د کرنې سکټور ودې ته ژمن دی، څو د ملي اقتصاد په وده کې رغنده رول ولوبوي.
اقتصادي مرستیال تر نیمایي د زیاتې کرنیزې ځمکې شاړې پاته کېدل، له پرمختللې ټکنالوژۍ نه ګټه نه اخېستل، له اوبو نا سمه ګټه، په یاده برخه کې نه مسلکیتوب، د اصلاح شویو تخمونو د مرکزونو نشتوالی، د سړو خونو کمښت، د کیمیاوي سرې ناسمه کارونه او په کرنیز تولید کې د سوداګرۍ انګېزې کموالی هغه عوامل یاد کړل، چې د نورو هېوادونو په پرتله یې د کورنیو تولیداتو کچه کمه کړې.
ملا برادر همداراز زیاته کړه، چې دغو ستونزو ته د رسېدنې لپاره یې له کرنې وزارت سره په ګډه کار کړی، چې د زراعت د عصري کولو لپاره د معاصرې ټکنالوژۍ کارولو ته مخه کړي.
هغه ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت د کرنې سکټور د ودې په موخه د اوبو مدیریت ته هم لومړیتوب ورکړی او سترې اوبیزې پروژې یې پیل کړې دي.
د یادونې ده، چې د کرنیز بانک جوړول، د کرنیز سکټور ماشیني کول، په کور دننه او بهر کرنیزو محصولاتو ته مارکیټ پیدا کول، د کرنیزو محصولاتو کیفیت لوړول او په ملي بودیجه کې د کرنې برخه زیاتول هغه څه دي، چې اسلامي امارت یې د ترسره کېدو په برخه کې عملا کوټلي ګامونه اخیستي دي.