تېره میاشت د ګمرکونو له لارې د ۵۰ میلیارده افغانیو په ارزښت محمولو تګ راتګ کړی
مالیې وزارت خبر ورکوي، چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال تېره حمل میاشت کې د هېواد ګمرکونو له لارې د ۵۰ میلیارده افغانیو په ارزښت زرګونو سوداګریزو محمولو تګ راتګ کړی دی.
دغه وزارت په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د دغو محمولو ټولیز وزن ۱،۷ میلیون ټنو ته رسېږي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې دا مهال ګمرکونو کې کورنیو او بهرنیو سوداګرو ته د پام وړ آسانتیاوو پر برابرېدو سربېره د ګمرکونو فعالیت ۲۴ ساعته شوی، فساد له منځه وړل شوی، برېښنایي سکېنرونه او تلې فعالې شوي او توکي هم پر وخت او شفاف ډول طی مراحل کېږي.
سرچینه زیاتوي، چې د یادونې ده، چې د ۱۴۰۱ لمریز کال په پرتله ۱۴۰۲ کال کې ګمرکي چارو ۸.۲ سلنه پرمختګ کړی، چې روان کال کې به پکې لا ډېر ښه والی او پرمختګ رامنځته شي.