افغانستان په اقتصادي او سیاسي ډګر کې مخ پر وړاندې روان دی

افغانستان په اقتصادي او سیاسي ډګر کې مخ پر وړاندې روان دی سیاست
افغانستان د سیمې د ټرانزیټ او اقتصاد په مرکز د بدلېدو په حال کې ده

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغان – قزاق نړیوال نندارتون د پرانېست غونډې په مراسمو کې ویلي، په هېواد کې د اسلامي نظام له بشپړ حاکمیت سره دا مهال افغانستان په سیاسي او اقتصادي ډګر کې مخ پر وړاندې روان دی.

مولوي عبدالکبیر ویلي، د اسلامي امارت د متوازن او اقتصاد محوره سیاست په پایله کې د نړۍ په ۳۸ هېوادونو کې د افغانستان فعالې سیاسي استازولۍ لري، په خبره یې، د نړۍ له هېوادونو سره د اسلامي امارت اړیکې د پراختیا په حال کې دي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت له ګاونډیو او د سیمې له نورو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو په پراختیا کې بریالی شوی او افغانستان د سیمې د ټرانزیټ او اقتصاد په مرکز د بدلېدو په حال کې ده.

تړلي موضوعات