له نړۍ سره اړیکې ورځ تر بلې د پراخېدو او مؤثریت په حال کې دي
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وایي، په دې وروستیو کې د هېواد پلازمېنه کابل د ګڼو بهرنیو ډيپلوماټیکو استازو او سیاسي پلاوو د تګ راتګ شاهد دی، دا ښيې چې اسلامي امارت په لوړه کچه منل شوی او اړیکې ورسره ټینګې شوې.
ذبیح الله مجاهد په خپله اېکس پاڼه ویلي، د اسلامي همکاریو د سازمان د مرستیال په مشرۍ د استازولۍ له راتګه نیولې، د روسیې، مالیزیا، قرغزستان، ترکمنستان، اروپايي اتحادیې اونورو ډيپلوماټانو او استازو راتګ د هېواد د ډيپلوماټیکې دستګاه په فعالیت او په عموم کې د اسلامي امارت په هر اړخیزو اړیکو تامینولو دلالت کوي.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې داچې ځينو فکر کاوه، افغانستان به نور منزوي او ګوښه وي، اقتصاد به خرابیږي، له هېوادونو سره به اړیکې نشي تأمین کېدلی، نور دا ډول تصور ناسم ثابت شوی او اوس جوته شوې چې افغانستان هم له سیاسي او هم له اقتصادي پلوه صعودي ګامونه اخلي او دا هڅې به له لاهم ګړندۍ او مؤثرې شي.
نوموړي ویلي، چې دغو لیدنو کتنو، ناستو پاستو او راشه درشه افغانستان ته په اقتصادي لحاظ ښې پایلې هم له ځان سره لري.