کابل ته د مالیزیا راغلی پلاوی؛ نېږدې راتلونکي کې به یې سوداګریز پلاوی افغانستان ته سفر وکړي

کابل ته د مالیزیا راغلی پلاوی؛ نېږدې راتلونکي کې به یې سوداګریز پلاوی افغانستان ته سفر وکړي سیاست
د روزنیزو پروګرامونو تنظیم کې افغانستان سره همکاري وکړي

له مالېزیا څخه کابل راغلي پلاوي د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدنه کې تمه ښودلې، چې نېږدې راتلونکي کې به یې یو سوداګریز پلاوی افغانستان ته سفر وکړي.

یاد وزارت ویلي، د سفر موخه یې له کابل سره د اړیکو پراختیا ده.

د پلاوي له ډلې مېرمن داتو دکتور شازلینا د افغانستان اوسنی وضیعت مثبت ارزولی او ویلي دي، نېږدې راتلونکي کې به یې د هېواد یو سوداګریز پلاوی هم کابل ته سفر وکړي.

نوموړې زیاته کړې، مالېزیا هوډ لري، چې افغان ډيپلوماټانو ته د لڼډ مهاله روزنیزو پروګرامونو، د معلوماتي ټکنالوجۍ او د ملکي خدمتونو کارکوونکو ته د محاسبې او پراختیا برخو کې د روزنیزو پروګرامونو تنظیم کې افغانستان سره همکاري وکړي.

له بل لوري بیا مولوي امیرخان متقي ویلي ،چې افغانستان د جنوب ختیځې اسیا له هېوادونوسره د اړیکو پراختیا ته لېواله دی او له دغه هېواد نه غواړي، چې مالیزیا کې مېشتو ۳ زره افغانانو ته د روغتیا او زده کړو برخه کې آسانتیاوې برابرې کړي.

تړلي موضوعات