کابل ته د مالیزیا لوړ پوړي پلاوي سفر؛ له افغان چارواکو سره یې د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا او دوامداره همکاریو خبرې کړې

کابل ته د مالیزیا لوړ پوړي پلاوي سفر؛ له افغان چارواکو سره یې د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا او دوامداره همکاریو خبرې کړې سیاست
نړېوالې رسنۍ د اسلامي امارت د لاسته راوړنو د انعکاس مخنیوي لپاره هڅې کوي

کابل ته د مالیزیا لومړي وزیر استازې، سلاکارانو، د بهرنیو، کورنیو او دفاع وزارتونو مسئولینو په ګډون پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره کتلي.

په دې کتنه کې د مالیزیا لومړي وزیر استازې ډاکټر زلینا کوی ویلي، نړېوالې رسنۍ د اسلامي امارت د لاسته راوړنو د انعکاس مخنیوي لپاره هڅې کوي.

اغلې کوی ویلي، په اسلامي امارت له محدودیتونو سره سره په ډېری مواردو کې ښه پرمختګونه لرلي، خو نړېوالې رسنۍ د دغو لاسته راوړنو د انعکاس مخنیوي هڅې کوي.

نوموړې افغانستان ته د خپل سفر موخه د اسلامي امارت او مالیزیا اړیکو پراختیا بللې. په خبره یې، مالیزیا به نړۍ سره د اسلامي امارت د تعامل په برخه کې هڅې وکړي.

ها خوا د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دې کتنه کې هیله ښودلې، چې دغه ناستې به د کابل او کوالالامپور ترمنځ مثبتې او رغوونکې شي او ویلي یې دي، چې مالیزیا د اسلامي امارت بهرني سیاست کې ځانګړی ځای لري.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، د افغانستان عیني شرایط او وضعیت هغسي نه دي کوم چې نړېوالې رسنۍ یې په اړه راپور ورکوي، ځکه ځیني کړۍ د افغانستان پرمختک او سوکالي نه شي زغملای.

تړلي موضوعات