د ا.ا. له راتګ وروسته د کورني ناخالص تولید کچه زیاته شوې

د ا.ا. له راتګ وروسته د کورني ناخالص تولید کچه زیاته شوې سوداګرۍ او اقتصاد
د سوداګرۍ کسر په کمېدو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړېوال بانک د وروستي راپور په غبرګون کې ویلي، چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته د کورني ناخالص تولید کچه زیاته شوې. اقتصادي معاونیت زیاتوي، چې په کور دننه د خوراکي او غیرخوارکي توکو د بیوو د ټیټوالي اساسي لامل په کور دننه د دې توکو په تولید کې زیاتوالی دی.

اقتصادي معاونیت ویلي، د معقولو پولي سیاستونو پر اساس د مارکېټ ارزونې او تقاضا له مخې بازار ته افغانۍ عرضه شوې، چې ورسره د سوداګرۍ کسر په کمېدو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

نړېوال بانک په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې د افغانستان اقتصادی حالت ټکنی دی، د کورني ناخالص تولید کچه ټیټه شوې، انفلاسیون کم شوی، بازار ته د اړتیا وړ افغانۍ عرضه کولو کې کموالی راغلی او په سوداګرۍ کې هم کسر موجود دی.

یاد معاونیت زیاته کړې، په ټول هېواد کې يې د نشه يي توکو پر کرکېله بندیز لگولی او بزگرانو ته یې د بدیل کښت برابرولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړی، چې نړېواله ټولنه هم باید په دې برخه کې خپل مسئولیت اداء کړي.

دغه معاونیت همداراز ویلي، اسلامی امارت پر دې باور دی چې که نړیواله ټولنه مثبت تعامل ته مخه، بنديزونه لرې، د افغانستان کنگل شوې شتمني ازاده او د پراختيايي پروژو د تمویل تر څنگ په نورو برخو کې همکاري وکړي په پایله کې به يې نوي کاري فرصتونه را منځته او د هېواد پر اقتصادی وضعیت به مثبت اغېز وکړي.

خو یاد بانک په خپل راپور کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړېدو، د نشه یي توکو د کرکېلې ۹۰ سلنه کمېدو او په ۲۰۲۳ کال کې له ټاکلي هدف څخه د ۹ سلنه زیاتو عوایدو په راټولو او نور پرمختګونو اعتراف کړی دی.

تړلي موضوعات