د اپرېل ۲۲مه د ځمکې نړیواله ورځ

د اپرېل ۲۲مه د ځمکې نړیواله ورځ افغانستان
د ځمکې انځور

د چاپیریال ساتنې ملي اداره وایي، نن د اپرېل ۲۲مه چې د ۱۴۰۳ کال غویي میاشتې له دوهمې نېټې سره سمون لري، د ځمکې نړیواله ورځ ده.

دغې ادارې د دې ورځې په مناسبت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دا ورځ هرکال د نړۍ په ټولو هیوادونو کې د ځمکې او طبیعي سرچینو د ساتنې په تړاو د خلکو د عامه پوهاوي کچې لوړولو په موخه نمانځل کېږي.

ورته مهال د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د اوبو، هوا او خاورې ککړتیا، دوامداره وچکالي، د ګلخانه یي ګازونو زیاتېدل، د ځنګلونو وهل، له منځه وړل او نورې چاپیریالي ستونزې هغه ننګونې یادې کړې، چې ځمکې ته سخت زیان اړوي.

دغه راز دې ادارې په خپره شوې اعلامیه کې له هیوادوالو غوښتي، چې د ځمکې او چاپیریال ساتنې په برخه کې خپل دیني او ملي مسئولیتونه اداء کړي.

په خپره شوې اعلامیه کې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې افغانستان هغه هیواد یاد کړی، چې د اقلیمي بدلون له امله سخت اغېزمن شوی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتې، څو چاپیریالي او د اقلیمي بدلون مسائل سیاسي نه کړي او په دې برخه کې یې مالي ملاتړ وکړي.

تړلي موضوعات