کابل کې د افغان – قزاق ګډ نندارتون جوړیږي
د افغانستان بین المللي نندارتون مرکز خبر ورکړی، چې د روانې غویي میاشتې په پنځمه نېټه به په کابل کې د افغانستان او قزاقستان د لسګونو شرکتونو په ګډون د افغان – قزاق ګډ نندارتون پيل شي.
یاد مرکز ویلي، چې د دې نندارتون لپاره چمتووالی روان دی، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت رهبري یې هم له چمتووالي څخه څارنه کوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر د دې نندارتون د ترسره کېدو په برخه کې د هر راز مرستې ډاډ ورکړی دی.
دغه نندارتون، چې د غویي په پنځمه نېټه پیلېږي د دواړو هېوادونو د شاوخوا ۸۰ شرکتونو تولیدات به په کې نندارې ته وړاندې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ هم ورته نندارتون د ترکمنستان په کوربتوب ترسره شو، چې هغه مهال یې مسئولینو پایلې ښې وبللې او د هېواد د صنعت د ودې او پراختیا لپاره ګټور یاد کړ و.