په کندهار کې د عالیقدر امیرالمؤمنین په امامت سره د اختر لمونځ اداء شو

په کندهار کې د عالیقدر امیرالمؤمنین په امامت سره د اختر لمونځ اداء شو افغانستان
د زرګونو کسانو په ګډون او په ډاډمنه امنیتي فضا کې اداء شو

د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، چې نن د کوچني اختر لمونځ په کندهار کې د امیرالمؤمنین حفظه الله په امامت سره اداء شو.

ښاغلی مجاهد زیاتوي، چې په دغه ولایت کې د اختر لمونځ د زرګونو کسانو په ګډون او په ډاډمنه امنیتي فضا کې اداء شو.

له بلې خوا ځینو سرچينو ویلې، چې د کابل په ګډون د هېواد په نورو ولايتونو کې د اختر لمونځ په ډاډمنه فضا کې ترسره شو.

تړلي موضوعات