په دمشق کې د ایران پر قونسلګرۍ برید ته بېلابېل غبرګونونه

په دمشق کې د ایران پر قونسلګرۍ برید ته بېلابېل غبرګونونه سیمه
دا تر ټولو ستر بريد دی، چې ښايي ایران یې په تړاو تند غبرګون وښیي

د سوريې په پلازمېنه دمشق کې بېګا ناوخته د اسرائيليو لخوا د ايران پر قونسلګرۍ هوايي بريد کې، د ايران يو شمېر لوړ پوړي جنرالان او پوځیان ووژل شو چې بېلابېل غبرګونونه يې را وپارول.

دایران انقلابي ګارډ اعلان وکړ چې په وژل شوي کسانو کې، په سوریه او لبنان کې د سپاه پاسداران قومندان محمد رضا ذاهدي او د هغه د مرستیال محمد هادي په شمول پینځه نظامیان شامل دي.

بل خوا امریکا ځان ناخبره ښیي، د اکسيوس بريښنايي سايټ له لارې یې  ايران ته خبر ورکړی چې دوی د دمشق له بريد څخه ناخبره وو او ياد بريد دوی پورې اړه نلري. 

خو  د ايران د رسمي خبري اژانس د راپور له مخې، د ايران بهرنيو چارو وزارت په تهران کې د سويس سفير چې د اسرائيلي سفارتي چارې هم پرمخ وړي احضار کړی او له لارې یې واشنګټن ته چې ايران يې د اسرائيلو په ملاتړ تورنوي ګواښ کړی، چې بايد مسؤوليت ومني.

هممهاله ايران هڅه کوي قضيه نړيواله کړي. د ايران رسمي خبري آژانس ويلي چې ايران د امنيت شورا د بېړنۍ غونډې د را بللو غوښتنه کړې او د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي انتوني ګوتيريش ته یې احتجاجي ليک هم استولی.

د يادونې وړ ده چې د ايران او اسرائيلو ترمنځ د ګواښونو او کشمکشونو په لړ کې دا تر ټولو ستر بريد دی، چې ښايي ایران یې په تړاو تند غبرګون وښیي.

بلخوا د يديعوت احرنوت په نوم اسرائيلي ورځپاڼې د دې خبرې پخلی کړی، چې اسرائيلو د ایران پر قونسلګري له برید نه وروسته خپلو ټولو سفارتونو ته د احتمالي غبرګون په ترڅ کې د چمتواليسپارښتنه او امنيتي تدابيرو غښتلي امر یې ورته کړی.

ياد بريد د افغانستان، سعودي، متحده اماراتو، قطر او ځينو نورو هېوادونو بهرنيو چارو وزارتونو لخوا غندل شوی او د اسرائيلي صهيونستي رژيم لخوا دغه بريد يې د ټولو ډيپلوماټیکو اصولو خلاف عمل بللی.

تړلي موضوعات