دمشق کې د ایران پر قونسلګرۍ د اسرائیلو برید؛ ایران د سویس سفیر احضار کړی

دمشق کې د ایران پر قونسلګرۍ د اسرائیلو برید؛ ایران د سویس سفیر احضار کړی سیمه
د سویس سفیر په ایران کې د امریکا د ګټو ساتونکي په توګه احضار شوی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سوریې په دمشق کې د دغه هېواد پر قونسلګرۍ د برید په غبرګون کې د سویس سفیر احضار کړی دی. 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان ویلي، د سویس سفیر په ایران کې د امریکا د ګټو ساتونکي په توګه احضار شوی ، نو د دې لپاره چې امریکا د اسرائیلو ملاتړې ده باید ځواب ویونکی اوسي. 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم منلې، چې د سوریې په دمشق کې د دې هېواد په پرقونسلګرۍ د اسرائیلو په هوایي برید کې څو تنه نظامي مسئولین او سلاکاران وژل شوي دي. 

ها خوا د ایران داسلامي انقلابي ګارد قول اردو ویلي، د مشق کې د ایران پر قونسلګرۍ برید کې د دوی اوه غړۍ وژل شوي دي. 

دغې ډلې ویلي، په وژل شویو کې لوی قومندان محمدرضا زاهدي او د هغه مرستیال جنرال محمد هادي حاجي رحیمي هم شامل دي. 

د اسرائیلو هوایي ځواک د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د ایران پر قونسلګرۍ بمبارد کړی دی. 

بلخوا د دې برید په غبرګون کې په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي د ملګرو امنیت شورا ته په یوه لیک کې د دې شورا د بېړنۍ ناستې غوښتنه کړې. 

په همدې حال کې ایراني رسنیو په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازې د مرستیال له قوله راپور ورکړی، چې د دې برید په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بېړنۍ ناسته به نن سه شنبه ترسره شي.

تړلي موضوعات