کابل ته پنجشېر سیند د پاکو ابو د انتقال پروژې سروې پیل شوه

کابل ته پنجشېر سیند د پاکو ابو د انتقال پروژې سروې پیل شوه افغانستان
د ترسره کیدو قرار داد له یوه ساختماني شرکت سره لاسلیک شي

د پنجشېر ولایت مقام خبر ورکوي، چې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري کابل ته د پنجشېر سیند د اوبو د انتقال پروژې د سروې چارې عملاً پیل شوې دي. 

د پنجشېر والي حافظ محمد اغا حکیم وایي، د اوبو انرژۍ وزارت د سروې او ډیزاین ریاست پلاوي او د SKM ترکي ساختماني شرکت له مسئول سره یې په کتنه کې د یادې پروژې د چارو د پیل په اړه خبرې کړي. 

ښاغلي حکیم زیاته کړې، د سروې د چارو په بشپړېدو سره به د اوبو د انتقال پروژې عملي چارې ډېر ژر پیل شي، چې په بشپړېدو سره به یې د کابل ښاریانو پاکو ابو ته د نه لاسرسي ستونزه حل شي. 

بلخوا د اوبو او انرژۍ وزارت مسئولین وایي، دغه پروژه د ۱۲۰ کیلومتره په اوږدوالي د پنجشېر له مرکز بازارک څخه پیل او د کابل تره خېل سیمه کې پای ته رسېږي، چې په نږدې راتلونکي کې به یې د ترسره کیدو قرار داد له یوه ساختماني شرکت سره لاسلیک شي.

تړلي موضوعات