صهیونېستي رژیم په تېرو ۶ میاشتو کې خپل هېڅ یو هدف نه دی ترلاسه کړی
د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه تهران ته په خپل سفر کې د دغه هېواد د انقلاب ګوند مذهبي مشر او رهبر علي خامنه یي سره کتنه کې ویلي، چې په تېرو ۶ میاشتو کې صهیونېستي رژیم غزه کې خپل هېڅ یو هدف ته نه دی رسېدلی.
له بل لوري بیا کتنه کې علي خامنه یي ویلي، چې د فلسطین له ملاتړ څخه به لاس وانخلي.
باید وویل شي، چې اشغال شوي فلسطین کې د اسرائیلو او حماس د جګړې له پیل سره سم دا دوهم ځل دی، چې د حماس جهادي غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه تهران ته سفر کوي او د دغه هېواد له لوړ پوړو چارواکو سره لیدنې کوي.